26 نوامبر 2011 - ٥ قوس- لیندی


برای افغانستانی آزاد، مستقل و دمکراتیک- دازاد ، خپلواک او دموکراتيک افغانستان لپاره

فراخوان نهادهای مدافع آزادی رسانه‌ها در افغانستان و گزارش‌گران بدون مرز برای اتخاذ تعهدات روشن در دفاع از آزادی بيان و اطلاع‌ رسانی

دبيان از خبر رسولو دازادي په دفاع کي دروښانو ژمنو لپاره په افغانستان کې درسنيو دازادو مدافعو دمرکزونو او دبي پولي خبريالانو بلن ليک


ده سال پس از سقوط طالبان و در آستانۀ دومین کنفرانس بين‌المللی بن، انجمن‌های روزنامه‌نگاران و نهادهای مدافع آزادی رسانه‌ها در افغانستان و گزارش‌گران بدون مرز، مقامات مسئول در دولت افغانستان و جامعۀ جهانی را به اتخاذ تعهدات روشن در دفاع از آزادی بيان و اطلاع‌ رسانی فرا می‌خوانند.

در طول تاریخ افغانستان هيچگاهی به اين تعداد رسانه و خبرنگار وجود نداشته است. (حدود٢٠٠ رسانۀ چاپی، ٤٤ شبکۀ تلويزيونی، ١٤١ رادیوی "اف ام" و بیش ٨ آژانس خبری). از سوی دیگر و در ده سال اخیر، افغانستان شاهد افزایش خشونت عليه رسانه‌ها و خبرنگاران بوده و است. انجمن‌ها و موسسات مدافع آزادی بیان و رسانه‌ها در افغانستان و گزارش‌گران بدون مرز از سال ٢٠٠١ تا سال ٢٠١١ به طور کل صدها مورد خشونت علیه کارکنان رسانه را ثبت و بازشماری کرده است. سال ٢٠٠٩ از نظر بیشترین میزان خشونت علیه خبرنگاران با ٨٥ مورد ممتاز است. بیشترین موارد خشونت و اقدامات غیر قانونی که به این موسسات گزارش شده است به ترتیب در ولایات کابل، هرات و هلمند انجام شده است. برخی از ولایات کشور از جمله در جنوب و شرق کشور همچنان مناطق سیاه اطلاع رسانی استند، کنترول این مناطق از سوی طالبان مانع هر گونه اطلاع رسانی مستقل است.

ما بر این باوریم و تجربه‌ی این ده سال نیز موید این امر است که بدون آزادی رسانه‌ها، بدون تضمین امنیت برای انجام وظیفۀ اطلاع رسانی ژورنالیستان، نمی‌توان از صلح و امنیت و آزادی برای همگان دفاع کرد. با آنکه در تاریخ معاصر افغانستان هیچ گاه مردم این کشور تا به این حد آزادانه به اطلاعات تولید شده از سوی افغان‌ها برای افغان‌ها دسترسی نداشته‌اند، اما خطر از دست دادن این دستاورد با توجه به وضعیت شکنندۀ افغانستان روز به روز بیشتر می‌‌‌‌شود.

امروز در بسیاری از مناطق افغانستان دشمنان آزادی و آزادی بیان در کنار برخی از کارمندان عالی رتبۀ دولتی در حال تدارک نابودی این حقوق استند، که با خون مردم بدست آمده‌ است. امروز عدم شفافیت درمذاکرات صلح، مذاکرات مخفیانۀ قدرت‌های بزرگ و پنهان کردن نتایح این مذاکرات از افکار عمومی، ما را به آینده‌ای که در آن دموکراسی و آزادی‌ها یعنی پایه‌های صلحی پایدار فنای به اصطلاح صلحی ناپایدار و بند و بست‌‌ های داخلی و بین‌المللی شود، نگران می‌سازد.

این در شرایطی است که رسانه‌ها و خبرنگاران علاوه بر طالبان که قدرت‌گیری شان به واسطه‌ی اشتباهات استراتژیک قوای بین‌المللی، فساد و ناکارایی مسئولان داخلی هر روز بیشتر می‌شود، از سوی برخی مقامات دولتی و محلی و مراجع‌ غیر صلاحیت دار و برخی نهادهای مذهبی که دارای رابطۀ نزدیک با بالاترین مسوولان دولتی ‌استند، به شکل جدی تهدید می‌شوند. سکوت حامد کرزی رئیس جمهور افغانستان در برابر اعلام مواضع این نهادها و گروه‌ها و تعرض آنها به آزادی بیان و رسانه‌ها برای ما پرسش برانگیز و نگران کننده است. به ویژه آنکه رئیس جمهور کرزی متأسفانه هنوز نظر و مشورت واپس‌گرایان و کسانی که به آزادی بیان و رسانه ها باور ندارند، را بر نهادها و انجمن های روزنامه نگاران ترجیح می دهند. این رویدادها و رویکردها ما را به این باور نزدیک می‌کند که گویا تا پیش از ورود مجدد طالبان به قدرت، آزادی‌ها و آزادی بیان رسانه‌ها باید محدود شود.

انجمن‌ها و موسسات مدافع آزادی رسانه‌ها در افغانستان و گزارش‌گران بدون مرز اعلام می‌کنند که صلح و همزیستی صلح آمیز در افغانستان را بدون مشارکت جامعه نمی‌توان ساخت. شکست همه تلاش‌هایی بورکراتیک و تصمیم گیری‌های بدون مشارکت دادن مردم در این ده سال بی رابطه با محدود شدن آزادی رسانه در افغانستان نیست. چگونه می‌توان با فساد و گسترش فقر، فحشا و ارتشا، بدون رسانه‌هایی که مردم را از این بلایا مطلع کنند، مبارزه کرد. وادار شدن به سانسور و خود سانسوری ژورنالیستان و رسانه‌ها از سوی تروریستان طالب و دشمنان آزادی و مردم، جنگ سالاران، قاچاقبران مواد مخدر و بسیاری از مسئولان دولتی از جمله عوامل اصلی وضعیت کنونی است.

راست این است که هیچ گاه در ١٠ سال گذشته از رسانه های ازاد افغانستان برای اصلاح سیستم و تغیرات گسترده درعرصه ها مختلف استفاده نشد. امکان دادن به رسانه ها درجلوگیری از فساد اداری و مالی، مبارزه با جنگ سالاران، مواد مخدر، اصلاح سازی سیستم عدلی ، تطبیق قانون، حکومت داری بسیار موثرتر و کم هزینه تر بود. برای این مهم هنوز دیر نشده است.

خشونت و رفتارهای غیرقانونی و تفتیش عقاید علیه روزنامه‌نگاران یکی از تهدیدهای اصلی دستاوردهای بدست آمده در ده سال اخیر است. ما نهادهای حمایتی از خبرنگاران و رسانه‌ها در افغانستان و گزارشگران بدون مرز مصرانه می‌خواهیم که به آزارهای قضایی – مذهبی و قومی علیه روزنامه‌نگاران پایان داده شود.

خبرنگاران افغان با بیش از ١٦جانباخته در ده سال اخیر، هزینۀ سنگینی را برای انجام وظیفۀ اطلاع رسانی خود پرداخته اند. تا کنون عدالت برای بسیاری از این کشته شده‌‌گان اجرا نشده است. هنوز آمران و قاتلان ذکیه ذکی مدیر رادیوی صدای صلح، عبدالصمد روحانی گزارشگر رادیو بی بی سی و آژانس پژواک و بالاخره جاوید احمد، خبرنگار مستقل و شبکۀ تلويزيون کانادا، نه شناسایی و نه مجازات شده‌اند. ناتوانی پلیس و دستگاه قضایی در دستگیری و مجازات این جنایتکاران عملأ تعهدات دولت افغانستان در رعایت موازین دولت قانونی را زیر سوال برده است. دو خبرنگار جانباخته دیگر افغان سلطان محمد منادی و احمد امید خپلوک، بدست قوای خارجی و سهل انگاری مرگبارشان به خاک افتاده اند. اگر در مرگ امید خپلوک نیروهای ایساف با انتشار گزارش چگونگی حادثه خطای خود را پذیرفته اند، اما قوای انگلیس و وزارت داخله افغانستان، تا امروز نتیجه تحقیقات خود را منتشر نکرده‌اند. حفظ امنیت ژورنالیستان، وظیفه‌ی بدون قید و شرط همه نیروهای درگیر منازعه است.

مصونیت از پیگرد، مشوق خشونت‌های بیشتر علیه روزنامه‌نگاران و به ویژه روزنامه‌نگاران زن شده است. متاسفانه در سال‌های اخیر بیشترین تهدیدات، فشارها علیه خبرنگاران زن از طرف نهادها و گروه‌های مختلف بخصوص طالبان افزون گردیده است، در کندز یا غزنی، طالبان خبرنگاران زن را تهدید و رسانه‌های زنان را نابود کرده‌اند، در کابل نیروی امنیت ملی چندین بار خبرنگاران زن را در هنگام انجام وطیفه اطلاع رسانی خود لت و کوب کرده‌اند. خبرنگاران زن در بسیاری از موارد تحت فشارها و مشکلات اجتماعی و امنیتی مجبور به ترک وظیفه هم شده‌اند.

خشونت علیه ژورنالیستان در اغلب موارد از سوی برخی نهادهای مذهبی و فرقه‌ای است که از حمایت بالاترین مقامات افغان برخوردارند. شورای علمای افغانستان در این مدت بیشترین اطلاعیه‌های خود را نه در محکومیت تروریستان و طالبان ، جنگ سالاران و مسئولان قاچاق مواد مخدر که علیه رسانه‌ها و خبرنگاران افغان صادر کرده است. برخی از مسوولان حکومتی در سطح ولایات به شکل روزمره رسانه‌ها را تهدید می کنند. نیروهای امنیت ملی علاوه بر بازداشت های خودسرانه به جای دفاع از استقلال و حمایت از کار روزنامه‌نگاران، آنها را در برخی مناطق برای جاسوسی تحت فشار قرار می‌دهند.

برخی از جنگ سالاران و کشورهای مداخله‌گر خارجی مشخصأ پاکستان و ایران با در اختیارگرفتن رسانه‌های تبلیغی، سیاست جنگ‌طلبانۀ خود و دخالت در امور داخلی افغانستان را گسترش داده‌اند. اینگونه در کنار طالبان و مقامات فاسد دولتی، رسانه‌های مستقل را محاصره و به سکوت وادار می‌کنند.

با آنکه قانون اساسی افغانستان آزادی رسانه‌ها را حمایت می‌کند، اما اجرای قانون کنونی رسانه‌ها نیز همچنان به دلایل اختلافات سیاسی مسکوت مانده است. این قانون باید تکمیل و به فوریت به اجرا گذاشته شود. رسانه‌های عمومی باید به موسسات خدمات عامه تبدیل شوند و از حوزۀ نفوذ دولت خارج شوند و استقلال رادیو و تلویزیون‌های خصوصی رعایت شود. قانونی برای تسهیل دسترسی همگان به اطلاعات همچنان در دستور روز تمامی ارگان های مربوطه تبدیل گردد.

افغانستان امروز و از ده سال بدینسو در برابر فرصت تاریخی دیگری قرار گرفته است. در این ده سال فرصت‌های بسیاری سوخته و امکانات بسیاری به هدر رفته است. برخی تحلیل‌گران شکست در افغانستان را از همین امروز اعلام کرده‌اند. جنگ تنها در جبهه‌ها و برخی مناطق جنگی نیست. تلاش برای صلح و علیه جنگ کار روزمره‌ی مردمی است که باید مطلع و از حق دانستن بهره مند شوند.

برگزارکنندگان و شرکت کنندگان این کنفرانس و جامعۀ جهانی باید روشن و صریح از آزادی، دموکراسی و حقوق مردم افغانستان دفاع کنند. آزادی بیان، آزادی برای زنان و رعایت حقوق بشر اصلی‌ترین چالش‌های امروز در افغانستان است. باید به خاطر داشت که صلح بدون دموکراسی و آزادی نمی‌تواند برقرار شود.

موسسه نی حمایت کننده رسانه های ازاد افغانستان

انجمن ژورنالستان آزاد افغانستان

اتحادیه ملی ژورنالیستان افغانستان

انجمن زنان آسیایی جنوبی در افغانستان

گزارشگران بدون مرز


دازاد ، خپلواک او دموکراتيک افغانستان لپاره

دبيان از خبر رسولو دازادي په دفاع کي دروښانو ژمنو لپاره په افغانستان کې درسنيو دازادو مدافعو دمرکزونو او دبي پولي خبريالانو بلن ليک

دطالبانو له راپرځيدو وروسته په لسوکلونوکي او دبن ددويم نړيوال کنفرانس په درشل کې په افغانستان کې درسنيو دازادي مدافع مرکزونه او د ورځپانه ليکونکو ټولني اوبي پولي خبريالان دافغانستان په دولت کې مسوول مقامات او نړيواله ټولنه دبيان او دخبر رسولو دازادي په دفاع کې دروښانو دژمنو ترسره کولو ته رابولي .

دافغانستان دتاريخ په اوږدو کې هيڅکله په دي شمير رسنيو او خبريالانو شتون نه درلود . ( نږدي دوه سوه چاپي رسني ، څلور څلويښت تلويزيوني شبکي ، ١٤١اف ام راډيويي شبکي او څه دپاسه اته خبري اژانسونه ) . له بلي خوا او په وروستيو لسوکلونوکې ، افغانستان درسنيو او خبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دزياتوالي شاهد و ، او دي . په افغانستان کې دبيان او درسنيو دازادي دمدافعو ټولنو او موسسو او بي پولي خبريالانو له ٢٠٠١_ ٢٠١١کال پوري په کلي توګه درسنيو دکارکوونکو پرخلاف دتاوتريخوالي په سلګونه مورده ثبت او بيا شميرلي دي . ٢٠٠٩ کال په پنځه اتيا موردو سره د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي دکچې دزياتوالي له پلوه ممتاز دي . دتاوتريخوالي زياتره موارد او هغه غير قانوني اقدامات چې دغو موسسو ته رپوټ ورکړ شوي دي په ترتيب سره دکابل ، هرات او هلمند په ولايتونو کې ترسره شوي دي . دهيواد ځيني ولايتونه له دي جملي څخه دهيواد په جنوب او ختيځ کې دغه راز دخبررسولو توري سيمي دي . دطالبانو له خوا ددغو سيمو کنترول په خپلواکه توګه دهر راز خبر رسولو خنډ دي .

موږ په دي باور يو او ددغو لسو کلونو تجربه هم داکار تائيدوي چې پدرسنيو له ازادي پرته ، د ژورنالستانو دخبررسولو ددندي دترسره کولو لپاره دامنيت له تضمين پرته ، نشو کولي دټولو لپاره دسولي امنيت او دازادي دفاع وکړو . سره دي چې دافغانستان په معاصر تاريخ کې هيڅکله ددي هيواد خلکو په دي اندازه په ازادانه ډول دافغانانو له خوا دافغانانو لپاره په توليد شويو اطلاعاتو برلاسي نه درلود . خو دافغانستان لرزنده حالت ته په پاملرني سره ددغو ارزښتونو د له لاسه ورکولو خطر دهري ورځي په تيريدو سره زياتيږي . نن ورځ دافغانستان په زياترو سيمو کې دبيان دازادي دښمنان دځينو جګپوړو دولتي کارکوونکو تر څنګ ددغو حقوقو دله منځه وړلو دتدارک په حال کي دي . چې دخلکو په وينه ترلاسه شوي دي . نن ورځ دسولي په خبرو کې نه شفافيت ، دسترو قدرتونو پټي خبري او له عمومي افکارو څخه ددغو خبرو دنتيجو پټول موږ په هغي راتلونکي انديښمن کوي چې په هغې کې دموکراسي او ازادي يعني دهميشني سولي بنسټونه دپه اصطلاح دلرزنده سولي او دکورنيو او نړيوالو تړونونو فنا کيږي . داپه داسي شرايطو کې دي چې رسني او خبريالان په طالبانو سربيره چې قدرت نيول يي دنړيوالو ځواکونو د ستراتيژيکي تيروتنو ، فساد او د کورنيو مسوولينو دنه اغيزمنتوب په واسطه دهري ورځې په تيريدو سره لاپسي زياتيږي . دځينو دولتي او سيمه ئيزو مقاماتو او د بي صلاحيته مراجعو او دځينو هغو مذهبي مرکزونو له خوا چې له جګپوړو دولتي مسوولينو سره نږدي اړيکي لري ، په جدي توګه ګواښيږي .

ددغو مرکزونو او ډلو د دريځونو داعلام په وړاندي دافغانستان دجمهور رييس حامدکرزي چوپتيا او د بيان ا و رسنيو په ازادي دهغوي تعرض موږ ته د پوښتني وړ او له انديښنو ډک دي . په تيره بيا داچي جمهور رييس کرزي له بده مرغه لاتراوسه پوري په شاتلونکي او هغه کسان چې دبيان او درسنيو په ازادي باور نه لري دورځپانه ليکونکو په مرکزونو او ټولنو غوره بولي .

دغه پيښې او کړه وړه موږ دي باور ته نږدي کوي چې ګڼي مخکې له دې چې طالبان بيا قدرت ته ورسيږي بايد دبيان او درسنيو ازادي محدودي شي .

په افغانستان کې درسنيو دازادي مدافعي ټولني اوموسسي اوبي پولي خبريالان اعلاموي چې دټولني له ګډون پرته نشو کولي په افغانستان کې سوله او سوله ئيز ګډ ژوند برابر کړو . په دغو لسو کلونو کې دخلکو له مشارکت پرته ټولي دموکراتيکي هلي ځلي او تصميم نيوني په افغانستان کې درسنيو دازادي له محدود کيدو سره بي اړيکي نه دي . څه ډول کولي شو له فساد او دب يوزلي ، فحشااو بډي اخستني سره ، له هغو رسنيو پرته چې خلک په دغو بلاو خبرکړي ، مبارزه وکړو . د تروريستو طالبانو او دازادي او خلکو ددښمنانو ، جنګ سالارانو ، دنشه يي توکو د قاچاق وړونکو او دزياترو دولتي مسوولينو له خوا دژورنالستانو او درسنيو سانسور او له ځانه سانسور ته اړ ايستل داوسني حالت د اصلي عواملو له جملي څخه دي .

رښتيا خبره داده چې په تيرو لسو کلونو کې هيڅکله په بيلابيلو برخو کې دسيستم د اصلاح او دپراخو بدلونونو لپاره دافغانستان له ازادو رسنيو څخه کار نه دي اخستل شوي. داداري او مالي فساد په مخنيوي ، له جنګ سالارانو او له نشه يي توکو سره په مبارزه ، دعدلي سيستم په اصلاح کولو ، دقانون په تطبيق او حکومت کولو کې رسنيو ته دامکان ورکول ډير اغيزمن او کم لګښت غوښتونکوي و ، ددي مهم کار لپاره لاتراوسه پوري هم وخت شته . تاوتريخوالي او غير قانوني چلندونه او دورځپانه ليکونکو پرخلاف د عقايدو پلټنه په وروستيو لسو کلونوکې دترلاسه شويو ارزښتونو يوه اصلي ګواښ دي . موږ په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو او دبي پولي خبريالانو ملاتړيز مرکزونه په تينګار سره غواړو چې دورځپانه ليکونکو پرخلاف قضايي _ مذهبي او قومي ځوروني دي پاي ته ورسول شي .

افغان خبريالانو په وروستيو لسو کلونوکې د څه دپاسه شپاړسو تنو دقرباني په ورکولو سره دخبر رسولو ددندي دترسره کولو لپاره ډيره درنده قرباني ورکړي ده تراوسه پوري د زياترو دغو قربانيانو لپاره عدالت نه دي اجرا شوي ، لاتراوسه پوري دسولي غږ راډيو دمديري ذکيي ذکي ، دبي بي سي راډيو او دپژواک اژانس دخبريال عبدالصمد روحاني او په پاي کي دخپلواک خبريال اودکانادا د تلويزيون دشبکي دخبريال جاويد احمد قاتلان او وژونکي نه دي پيژندل شوي او مجازات شوي نه دي . ددغو جنايتکارانو په نيولو او مجازاتو کې دپوليسو او دقضايي دستګاه بي وسي او کمزورتيا په عملي توګه دقانوني دولت دموازينو په رعايتولو کې دافغانستان ددولت ژمني تر پوښتني لاندي نيولي دي . ددوه تنه نور افغان خبريالان سلطان محمد منادي او احمد اميد خپلواک دبهرنيو ځواکونو له خوا ووژل شول . که چيري داميد خپلواک په مرګ کې دايساف ځواکونودپيښي د څرنګوالي درپوټ په خپرولو سره خپله تيروتنه منلي ده خو انګليسي ځواکونو تر نن ورځي پوري دخپلو څيړنو نتيجه نه ده خپره کړي .

دژورنالستان دامنيت ساتنه له قيد او شرط پرته په شخړه کې دټولو ښکيلو ځواکونو دنده ده . د څارني مصوونيت ، د ورځپانه ليکونکو او په تيره بيا د ښځينه ورځپانه ليکونکو پرخلاف دزيات تاوتريخوالي د هڅوني سبب شوي دي .

له بده مرغه په وروستيو کلونوکې دبيلابيلو مرکزونو او ډلو او په تيره بيا د طالبانو له خوا د ښځينه خبريالانو پرخلاف ګواښونه او فشارونه زيات شوي دي .

په کندز يا غزني کې طالبانو ښځينه خبريالاني ګواښلي او دښځو رسني يي له منځه وړي دي . په کابل کې دملي امنيت ځواکونو څو ځلي ښځينه خبريالاني د خبر رسولو ددندي دترسره کول په وخت کې وهلي او ډبولي يي دي . ښځينه خبريالاني په زياترو مواردو کې تر ټولنيزواو امنيتي فشارونو او ستونزو لاندي ددندي پريښودلو ته اړي شوي هم دي .

دژورنالستانو پرخلاف تاوتريخوالي په زياترو مواردو کې دځينو مذهبي او فرقه يي مرکزونو له خوا دي چې د ډيرو لورو افغان مقاماتو له خوا يي ملاتړ کيږي .

دافغانستان دعالمانو شورا په دي موده کې خپلي ډيري زياتي خبرتياوي نه دتروريستانو او طالبانو ، جنګ سالارانو او د نشه يي توکو دقاچاقو د مسوولينو په محکوميت کې چې دافغان رسنيو او خبريالانو پرخلاف يي صادري کړي دي ، ځيني حکومتي مسوولين دولايتونوپه کچه هره ورځ رسني ګواښوي دملي امنيت ځواکونه په خپل سر په نيونو سربيره دخپلواکي ددفاع او دورځپانه ليکونکو دکار دملاتړ پرځاى هغوي په ځينو سيموکې دجاسوسي لپاره تر فشار لاندي نيسي .

ځينو جنګ سالارانو او بهرنيو لاسوهونکو هيوادونو په مشخصه توګه پاکستان او ايران دهغو تبليغي رسنيو په اختيار کې نيولو سره چې په عملي توګه د تروريزم او د طالبانو د پروپاګنډ ارګانونه دي . خپل جګړه مار سياست او دافغانستان په کورنيو چارو کې دلاسوهني سياست ته پراختيا ورکړي ده . او په دي ډول دطالبانو او د فاسدو دولتي مقاماتو تر څنګ خپلواکي رسني کلابندي کوي او سکوت ته يې اړباسي .

سره له دې چې دافغانستان اساسي قانون درسنيو دازادي ملاتړ کوي خو درسنيو داوسني قانون اجرا کول هم هماغه شان دسياسي اختلافونو په دليل مسکوت پاتي دي . دغه قانون بايد بشپړ او په سملاسي ډول د اجرا وړوګرځي . عمومي رسني دي بايد دعامه خدمتونو په موسسو بدلي شي او ددولت د نفوذ له حوزي څخه بهر شي . او دخصوصي راډيوګانو او تلويزيونونو خپلواکي رعايت شي . قانون دي په اطلاعاتو د ټولو دلاسبري دزميني دبرابرولو لپاره دغه راز دټولو اړوندو ارګانونو د ورځې په لارښود بدل شي .

افغانستان نن ورځ او له لسو کلونو راپديخوا يو بل تاريخي فرصت ترلاسه کړي دي په دغو لسو کلونوکې زياتره فرصتونه سوځيدلي دي او زياتره امکانات له لاسه وتلي دي . ځينو تحليل ګرانو په افغانستان کې ماتي سرله نن ورځې څخه اعلام کړي ده . جګړه يوازي په جبهو او ځينو جنګي سيموکې نه ده . دسولي لپاره او دجګړي پرخلاف هلي ځلي دهغو خلکو ورځني کار دي چې بايد خبر وي . او دپوهيدو له حق څخه ګټه واخلي .

ددغه کنفرانس جوړونکي او ګډون کوونکي او نړيواله ټولنه دي بايد په څرګند او ښکاره ډول دافغانستان دخلکو دازادي ، دموکراسي او حقوقو دفاع وکړي . دبيان ازادي ، دښځو لپاره ازادي او دبشر دحقوقو رعايتول په افغانستان کې دنن ورځې ډير اصلي چلنجونه دي . بايد په ياد ولرو چې سوله له دموکراسي او ازادي پرته نشي کيداي تينګه شي .

دافغانستان دازاد و رسنيو ملاتړي ني موسسه

دافغانستان دازادو ژورنالستانو ټولنه

دافغانستان دژورنالستانو ملي اتحاديه

په افغانستان کې دجنوبي اسيا دښځو ټولنه

بي پولي خبريالان




fontsizeup fontsizedown impression




گزارشگران بدون مرز انجمن بين المللي دفاع از آزادی مطبوعات و از روزنامه نگاران زنداني بر مبنای اصل ١٩ اعلاميه جهانی حقوق بشر است

تماس با گزارشگران بدون مرز